د اوکرايين چارواکي وايي د دغه هېواد په شمال کې د چرنيف پر ښار د روسيې هوايي بريد کې اوه تنه وژل شوي او لږ ترلږه ۱۴۴ تنه نور ټپيان دي. په ټپيانو کې يو شږ کلن ماشوم هم شامل دی.
د اوکرايين د کورنيو چارو وزارت ويلي، په ټپيانو کې ۱۵ ماشومان دي او لږ تر لږه ۲۵ تنه په روغتون کې بستر شوي دي.
دغه بريد د چرنيف تياتر پر ودانۍ شوی چې هلته نژدې يوې کليسا او د پوهنتون ودانۍ ته هم زيان اوښتی دی.
ملګرو ملتونو دغه توغنديز بريد يو “وحشيانه عمل” بللی دی.