د روسیې فضايي ادارې د یکشنبې په ګهیځ وویل، له لونا-۲۵ سره یې د شنبې په ورځ د ماسپښین پر ۱۴:۵۷ بجو (ګرینویچ ۱۱:۵۷) اړیکه پرې شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي لومړنۍ نښې په ډاګه کوي چې ۸۰۰ کیلوګرامه ستورمزلی “د سپوږمۍ له سطحې سره د ټکر په پایله کې له منځه تللی دی”.