ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال لطف‌الله خیرخواه ملت ته د دولت د حساب ورکړې په پروګرام کې ویلي چې د لوړو زده‌کړو وزارت د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د پرانیستو پر طرحې کار کوي او د هغه تر وروستي کېدو وروسته یې شریک وو.

ښاغلي خیرخواه د دغې طرحې د وروستي کېدو په هکله جزیات نه دي ورکړي.

د لوړو زده‌کړو وزارت عملي مرستیال زیاته کړې چې دغه وزارت په تېر یوه کال کې کابو ۳ د دوکتورا، ۱۵ د ماسټرۍ پروګرامونه پېل کړي دي او دم‌ګړۍ په افغانستان کې د دوکتورا ۹ او د ماسټرۍ ۴۰ پروګرامونه شتون لري.

ښاغلی خیرخواه همدارنګه وايي چې په تېر یوه کال کې ۱۱۸ زره زده‌کړیالان جذب شوي او په ټول کې څه باندې ۴۰۰ زره زده‌کړیالان د هېواد په پوهنتونونو کې په زده‌کړو بوخت دي.
لطف‌الله خیرخواه څرګندوي چې د بېلابېلو پوهنتونونو کابو ۲۰۰ تر ۲۵۰ استادانو هېواد پرېښی دی او د هېواد په پوهتونونو کې ۶ زره بستونه موجود دي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *