ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

تسنیم خبري اژانس په یوه ټویټ کې د اسلامي امارت له لوري د خپل عکاس او ویډیو اډېټور له نیول کېدو خبر ورکوي.

دغه خبري اژانس ویلي چې محمد حسین ولایتي په روانه اوونۍ کې هغه مهال د کابل په هوايي ډګر کې له کوم مشخص دلیل پرته ونیول شو چې ایران ته د تګ تکل درلود.

دغه خبري اژانس له اسلامي امارته غوښتي چې خبریال یې ژر تر ژره ازاد کړي.

بلخوا اسلامي امارت تراوسه په دې هکله څه نه‌دي ویلي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *