په سعودي عرب کې د اسلام تر ټولو سپېڅلي ښار مکه مکرمه کې سخت باران، ځول او تندرونو په خلکو کې ویره ترهه خپره کړې او مطبوعات وایي، د دغه ځول او بارانونو نه وروسته په سیمه کې ښونځي یا سکولونه تړل شوي دي.
د نهې یا سه شنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو خپرو شوؤ ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د ځول او باران له امله په بیت الله شریف کې په عبادت بوخت مسلمانان یو خوا بلخوا اوترې منډې وهي او هم په فرشونو ښویږي.
په دغو ویډیو ګانو کې په نظر راځي چې د سیلۍ شدت په بیت الله شریف کې د صفایۍ ګاډي اؤ د لمونځ د صفونو لپاره اېښودل کیدونکې جنګلې په مخه اخستي اؤ خلک په زوره زوره ذکر کوي یا هم له ویرې چغې وهي.
په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې د خانه کعبې تر څنګ د جوړ مشهور هوټل مکه کلاک رایل ټاور د دنګې منارې سره تندر ټکر کیږي اؤ د شپې په مهال ټول چاپیریال روښانه کوي.