د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړېدل
په وروستۍ یوې اوونۍ کې د هېواد په بازارونو کې د ډالر بیه له درېیو تر څلورو افغانیو کمه شوې ده.
د کابل د شهزاده سرای یو شمېر صرافان وایي، چې اوسمهال یو امریکایی ډالر په ۸۱ افغانیو تبادله کېږي او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د لوړېدو لامل په ورځنیو راکړو ورکړو کې د ټولو هېوادوالو له لوري د افغانیو کارول ګڼي.