د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د يوه مشر علي وزير او د قانوني وکيلې او مدني فعالې ايمان مزاري ضمانت د ۳۰ زرو پاکستاني روپیو په بدل کې منلی دی.
د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد قاضي ابوالحسنات ذوالقرنين د علي وزیر او ایمان مزاري د بغاوت او پارونې قضيه کې د پرېکړې اورونه وکړه.
د پرېکړې پر مهال د ايمان مزاري د هغه کلېپ متن ولوستل شو چې د پښتون ژغورنې د غونډې پر مهال یې کړی و.
خو دا په داسې حال کې ده چې ايمان مزاري له خوشي کېدو وروسته يو ځل بيا د پوليسو په يوه بل مرکز کې د ثبت شوې قضي په تړاو ونيول شوه.