ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

اسلام آباد کې لوړې محکمې د فساد په تور د پخواني لومړي وزیر عمران خان د درې کلن بند سزا وځنډوله. که څه هم د هغه د استیناف غوښتنې تر اورېدو پورې هغه ته ضمانت ورکړل شوی، خو دا څرګنده نه ده چې ښاغلی خان به له بنده خوشې شي که نه. پخوانی لومړی وزیر د دې میاشتې په پیل کې په دې جرم چې د دولتي ډالیو په اړه یې معلومات پټ کړي وو او بیا یې پلورلې وې، مجرم وپېژندل شو. د نن عدالتي فعاليتونو په اړه د بي بي سي اردو خبريال شهزاد ملک له اسلام آباده نور حال لري.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *