د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علما اسلام ګوند د لوړ پوړي غړي حافظ حمدالله پر موټر بمي چاودنه شوې.
رپوټونه وايي چې دا چاودنه د کوټې په مستونګ سیمه کې شوې ده چې د حافظ حمد الله او د هغه یو شمېر نورو ملګري په کې ټپیان شوي دي.
ویل شوي چې نوموړی په مستونګ کې یوې غونډې ته روان و چې د لارې په اوږدو کې پرې چادونه شوه.
پولیسو ویلي چې په چاودنه کې ټپي ټول کسان روغتون ته لېږدول شوي دي. د پولیسو په وینا د ښاغلي حمدالله روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
ښاغلی حمدالله پاکستانی سیاستوال دی چې د پاکستان د سنا غړی هم پاتې شوی دی.
دا چاودنه داسې مهال شوې چې د یو بل خبر له مخې د بلوچستان په سویې سیمه کې له تېرو پنځو ورځو راهیسې د بلوڅو وسله والو پرضد د پاکستان د پوځ لخوا عملیات روان دي او کله کله د دواړو لورو ترمنځ د ډزو تبادله هم کېږي.