د طلوع نیوز په وینا د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون اففان وايي:«ایراني، چینايي، ترکي او برېټانیوي شرکتونو پانګونه کړې او په دغو اوو تړونونو کې د دوی د پانګونې حجم کابو ۶ مېلیارد او ۵۵۷ مېلیونه ډالرو ته رسېږي.»
د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې په تېرو دوو کلونو کې یې د ۲۰۰ کوچنیو کانونو د کېندنې تړونونه هم کورنیو شرکتونو ته ورکړي دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت ټینګار کوي چې اوس مهال، د بدخشان د سروزرو، د غور د جستو او سربو، نفتي حوزې او د پنجشېر د وسپنې کانونه د پانګونې لپاره چمتو او پانګوال کولای شي پانګونه په کې وکړي.
تر دې مخکې، د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي و چې د کان کېندنې په بهیر کې بشپړه روڼتیا شته او د هیڅ یوه کان، کېندنه به په ناقانونه توګه ونهشي.