ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز دوییمې کلیزې د رسیدلو پر مهال دا بندیز د بشري حقونو څخه یو جدي سرغړونه بللې ده.
د دوشنبې په ورځ سپټمبر۱۸( وږي ۲۷) په افغانستان کې د طالبانو له خوا په منځنو ښوونځیو او لیسو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د لګولو څخه دوه کاله پوره شو.
د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په دې مناسبت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه باندې لیکلي:” دا( نجونو د زده کړو بندیز) د بشري حقونو څخه یو نه توجیه کیدونکی سرغړونه ده چې ټول هیواد ته به د اوږدې مودې زیانونه ولري”.
ښاغلي ګوتیرش ویلي، چې ښوونځي د نجونو پورې اړه لري او باید- د طالبانو حکومت ـ هغوی ته ښوونځیو ته د ستنیدلو اجازه ورکړي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *