ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

امریکا کې پوځي چارواکو ویلي، چې یکشنبه دغه هېواد کې یوه نادرکه شوې اېف-۳۵ جنګي‌ جټ الوتکه غورځېدلې ده.‌
دوی زیاته کړې چې د دې الوتکې د غورخېدو ځای مالوم او پاتې شوني یې موندل شوي دي.‌
تر دې مخکې د امریکا پوځ له خپلو خلکو غوښتي‌ وو چې د دې نادرکه شوي ‘اېف-۳۵ بي’ جنګي‌ جټ‌ په موندلو کې ورسره همکاري وکړي.‌
دغه جټ چې ارزښت یې شاوخوا سل میلیون ډالرو ته رسېږي، د ‌یکشنبې تر غرمې وروسته د سویلي کارولینا ایالت فضا کې د الوتنې پر مهال نادرکه شوی و.‌
چارواکو ویلي الوتکه کې تخنیکي‌ ستونزه راغلې وه، خو نور جزییات یې نه وو ورکړي.‌
رپوټونو کې د چارواکو په حواله ویل شوي چې د الوتکې پیلوټ‌ په خوندي‌ ډول د پراشوت په وسیله ځان غورځولی خو دا چې د الوتکې د اتوماتې الوتنې سیستم فعال و، نو له پيلوټ پرته یې هم د څه وخت لپاره الوتنې ته دوام ورکړی دی.‌
دوی ویلي وو چې د دغه جټ‌ د لټون هڅې د مولټري او ماریون جهیلونو پر شاوخوا متمرکزې دي.‌
اېف-۳۵ د نړۍ په پرمختللو جنګي جټونو کې حسابېږي او ورکېدو یې تاوده بحثونه راپارولي‌ وو.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *