دغه وزارت زیاتوي هڅه کېږي چې په ټول هېواد کې د رسنیو ستونزو ته رسېدنه وشي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال حیات الله مهاجر فراهي په دې هکله وايي:«د اسلامي امارت له راتګ سره له ۲۵ تر ۳۰ بېلابېلو رسنیو په فعالیت پېل کړی چې ډېری یې راډیوګانې دي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې کار پېل کړی دی.»
بلخوا د رسنیو ځينې ملاتړي بنسټونه وايي چې د اسلامي امارت له بیاوکمنېدو وروسته په هېواد کې د کابو ۳۰۰ رسنیو نشرات درېدلي دي چې ۵۰ سلنه دغه رسنۍ د اقتصادي ننګونو له امله تړل شوې دي.
ورته مهال د افغانستان د ژورنالیستانو ټولنې د شمېرو له مخې، په افغانستان کې له تحولاتو وروسته له ۷۰ ډېر ټلوېزیونونه، له ۱۰۰ زیاتې راډیوګانې او له ۱۰۰ ډېر خبري اژانسونه او چاپي رسنۍ د اقتصادي ستونزو په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله بندې شوې دي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ټولنې د اطلاعاتو پر بنسټ، دا مهال په هېواد کې شاوخوا ۸۰ ټلوېزیونونه، څه باندې ۲۰۰ راډیوګانې، نږدې ۱۰ خبري اژانسونه او ۱۴ چاپي رسنۍ فعالیت کوي