د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي چې په پاکستان کې یې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو په غبرګون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ته یو شکایت لېږلی دی.
د ‘پي ټي ایم’ په لیک کې راغلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په بېلابېلو ښارونو کې زرګونه افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شته نیولي او ځورولي دي.
د راپورونو له مخې پاکستاني پولیسو ځینې هغه افغانان هم نیولي چې د پاکستان ویزې هم درلودې.
په کراچۍ کې بیا پاکستاني پولیسو ویلي چې دوی ته یواځې د هغو افغانانو د نیولو امر شوی چې قانوني اسناد نه لري.