په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق وروسته تر هغه پاکستان په دوه مخیتوب تورن کړ چې د امنیت په شورا کې د پاکستان استازي په ښکاره توګه د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندنې غوښتنه وکړله.
د افغانستان او پاکستان د دیپلوماتانو تر منځ لفظي شخړه د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بحث په وروستۍ برخې کې تر هغې وروسته وشوه چې د پاکستان استازي منیر اکرم د افغان طالبانو په هکله د خپل حکومت دریځ په ډاګه کړ.
منیر اکرم پخپلو خبرو کې په تیرو څه باندې دوو کالونو کې په افغانستان کې د شویو پرمختګونو او ستونزو یادونه وکړله او دا یې هم وویل چې هیواد یې چمتو دی پدې برخې کې همکاري وکړي.
د پاکستان استازي خپلې خبرې د شورا د غړیو څخه په منننې پیل کړلې او پرته لدې چې د افغانستان د استازي نوم یاد کړې وې ویل، “مونږ له یو افغان څخه واوریدل چې د ځان پرته د بل هیچا استازیتوب نکوي”.
د پاکستان دې دیپلومات په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د ” افغانستان موقت حکومت” او افغان ولس لومړیتوبونو ته دې ځواب ووایي.
هغه زیاته کړه، ” نړیواله ټولنه باید د افغانستان د موقتي حکومت او افغان ولس لومړیتوبونو ته ځواب ووایي – کافي مالي ملاتړ، په سفرونو (د افغانستان څخه د باندې په طالب چارواکو) د بندیزونو لیرې کول، سیاسي رسمیت پیژندنه، او په ملګرو ملتونو کې (طالبانو ته) استازیتوب ورکول”.
منیر اکرم پخپلو خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د ټولو ستونزو سر بیره پاکستان پدې باور دی چې “تعامل او همکاري د یو سوله ایز او نیکمرغه افغانستان لپآره یواینۍ لار ده”.
سره لدې چې د پاکستان استازی د امنیت په شورا کې وروستی تن و چې پدې غونډې کې یې خبرې وکړلې خو د هغه د بیانیې څخه وروسته د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق د اضافي وخت غوښتنه وکړله.
ښاغلي فایق د پاکستان استازی په دوه مخیتوب تورن کړ او وې ویل چې له یوې خوا ځان د ترهګرۍ (پاکستاني طالبانو غورځنګ) قرباني بولې خو له بلې خوا یوې بلې “ترهګرې ډلې” (افغان طالبانو) ته لابي کوي.