ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

په عراق کې د واده په یوه تالار کې د اور لګېدنې په پېښه کې لږ تر لږه ۱۱۴ کسان مړه سوي او ۲۰۰ نور ټپیان دي. په دې واده کې شا او خوا زرو کسانو ګډون درلود او په قربانیانو کې ناوې او زوم هم شامل دي.
د عراق په شمال کې د نینوا ولایت په حمدانیه  ښار کې د واده په مراسمو کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۱۴ کسان وژل سوي او ۲۰۰ نور ټپیان سوي دي. دا پېښه په ځايي وخت په ۱۰.۴۵  دقیقو پرمهال  سوې ده.
د اور لګیدنې لامل لا نه دی څرګند، خو په ټولنیزو رسنیو کې خپاره سوي ویډیوګانې ښيي چې اور لګېدنه د اور لوبې  وروسته رامنځته سوې.
په خپرو سویو ویډیوګانو کې ليدل کيږي چې د صالون د چت ځینې برخې سوځي او راولويږي. د واده میلمانه هڅه کوي د پیښې ځای پریږدي.
د عراق دولتي خبري اژانس «اینا» په خپل لومړني راپور کې د عراق د روغتیا د وزیر په حواله د مړو او ټپیانو شمېر ۱۵۰ اعلان کړی و. خو د عامې  روغتیا وزارت یو سیمه ییز چارواکي احمد دوبرداني د »روودا« تلویزیون ته وویل چې د ټپیانو شمېر ۵۰۰ تنو ته رسیږي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *