سرپرست حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي، د روان لمریز کال په پراختیايي بودجه کې د تېر کال پرتله زیاتوالی راغلی او دغه بودجه به په بنسټیزو پروژو ولګول شي.
له دې سره سم، اقتصاد وزارت ټینګار کوي چې سږ کال کومې پروژې پلې کېدوونکي دي هغه به په لنډه موده کې افغانستان پر ځان بسیاینې لور ته بوځي.
عبداللطیف نظري
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبدالطیف نظري وویل: «کومې پروژې چې د سږ کال بودجه کې په پام کې نیول شوي دي، سترې بنسټیزي پروژې دي چې کولی شي هېواد په لنډ وخت کې ځان بسیاینې په لور بوځي. د دې ترڅنګ، هغه پروژې چې د خلکو د ژوند پورې تړلي دي لکه اوبه او ډوډۍ، هغوی ته ډېر پام شوی دی.»
مسوولین بیا وايي، ټولې پراختیايي پروژې دننه په هېواد کې له کورنیو عوایدو او کانونو له لارې تمویلیږي.
په دې وروستیو کې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د ۶ میلیارده افغانیو په ارزښت په بیلابیلو برخو کې د ۲۵ پروژو له عملي کېدو خبر ورکړی او اوسمهال د قوش تېپې کانال، سالنګ لویې لارې، کابل- کندهار لارې او لسګونو نورو پروژو سربیره، د اوبو مدیریت، روغتیا او کرنې په برخو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې پر لویو پروژو کار روان دی.