ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

په هند کې د افغانستان سفارت دریو مقاماتو د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۹ (تلې ۷) د رویټرز اژانس ته وویل چې د افغانستان سفارت خپل ټول فعالیتونه وروسته له هغه وځنډول چې سفیر او نور جګپوړي دپلوماتان په اروپا او امریکا کې د پناه اخیستو وروسته له نوي ډهلي څخه ووتل.

هند تر اوسه د اسلامی امارت حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر واکمن کیدو وروسته یې په کابل کې خپل سفارت وتاړه. خو نوي ډهلي د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت له خوا ټاکل شوي سفیر او دپلوماتانو ته اجازه ورکړې وه چې د ویزو ورکولو او سوداګرۍ اړوند مسایل پرمخ بوزي.

په هند کې د افغانستان سفارت چارواکو ویلي چې لږ تر لږه پنځه افغان دپلوماتان له هند څخه وتلي دي.

یو افغان چارواکي ویلي، د هند حکومت به اوس د افغانستان د دپلوماتیک مرکز [سفارت] سرپرستي په غاړه واخلي.

په نوي ډهلي کې د هند د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي د دې موضوع په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې پرته له دې چې نور جزئیات ورکړي، وویل چې دوی دغه پرمختګونه څاري.
د روانې میاشتې په پیل کې په هند کې په سلګونو افغان محصلینو د ویزو له پای ته رسیدو سره سره په نوي ډهلي کې مظاهره وکړه او د هند له حکومت څخه یې وغوښتل چې د دوی د اوسیدو موده وغځوي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *