ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

د نوي کابل د پروژې د پلي کوونکي شرکت مسوولین وايي، چې د دې پروژې کار روان دی. دوی زیاته کړه، د دې پروژې پلان چې د سړکونو، فرعي لارو، زیربناوو او سوداګریزو ځایونو جوړول په کې شامل دي، ترتیب شوی او په عملي توګه یې د جوړېدو چارې روانې دي.
د پروژې د تطبیق کوونکي شرکت رئیس سید مقدم امین وویل: له کوم شرکت سره چې موږ ورسره تړون لرو، له نن څخه تر شپږو میاشتو پورې وخت نیسي چې د دغې پروژې چارې بشپړې شي. ”   ښاغلي امین زیاته کړه، چې په شپږو میاشتو کې د دغې پروژې تر بشپړېدو پورې به دوه زره کارګران، کارکوونکي او پانګوال په دې برخه کې په رښتینې توګه کار وکړي.   د امين په وينا، د دې پروژې د کار يوه برخه په دولتي بنسټونو پورې تړلې ده، لکه د کاناليزاسيون جوړول، مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو وړاندې کول، خو دولتي بنسټونو تر اوسه خپل کار نه دى پيل کړى.   هغه وويل: “په ورته وخت کې دولت ته پکار ده، چې د دې پروژې په عملي کولو کې په عام محضر کې د کاناليزاسيون، عامه سړکونو، اوبو او برېښنا په برخه کې کار پيل کړي، څو هڅي رامنځته شي.”   خو د ښار او کور جوړونې وزارت وايي، چې د دغه ښارګوټي د جوړېدو لپاره يې لازمې اسانتياوې برابرې کړي او غواړي، چې د اړوندو بنسټونو ترمنځ همغږي رامنځته کړي.   د ښار او کور جوړونې وزارت ویاند محمد کمال افغان وايي، د دغه وزارت چارواکي وخت پر وخت د نوي کابل له پروژې لیدنه کوي، څو دغه ښارګوټي د پلان له مخې جوړ شي.   په ورته وخت کې یو شمېر هغه کسان چې په دې پروژه کې ښکېل دي وايي چې حکومت باید د دې پروژې کار پراخ کړي څو بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.   ټاکل شوې چې د کابل نوې پروژه په دوو پړاوونو کې جوړه شي او په لومړي پړاو کې به د یو میلیون ټنو په لګښت ۲۵۰ زره کورونه جوړ شي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *