د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال چې د پکتیا د نوي والي د معرفۍ په مراسمو کې ګډون کړی، وایي چې ځينې بهر مېشتي سیاسي څېرې له اسلامي امارت سره د خبرو اترو غوښتونکي دي.
ښاغلی عمري د چا نوم نهاخلي؛ خو ټینګار کوي چې اوس په هېواد کې اسلامي نظام رامنځته شوی او اسلامي امارت د ډموکراسۍ په څېر موضوعګانو باندې خبرو اترو ته چمتو نهدی.
محمد نبي عمري په پکتیا کې ویلي:«فکر کوم چې ستا د مذاکراتو اجنډا به څه وي؟ ډموکراسي، هغه فاحشه او خبیثه ډموکراسي چې شل کاله یې دلته نتیجه ورنهکړه. که دا د مذاکراتو اجنډا وي، لېونیه د دې لپاره خو طالب مجاهد شل کاله قرباني ورکړه چې دا نهمنم،شل کاله یې قرباني ورکړه سل کاله نورو ته هم اماده یوو.»
پکتیا کې ځینې قومي مشران بیا په هېواد کې د اختلافونو پر لهمنځه تلو ټینګار کوي او له بهر مېشتو سیاستوالو غواړي چې هېواد ته راستانه شي. دغه قومي مشران له اسلامي امارته هم غواړي چې د ټولو حقونو ته درناوی وکړي.
د پکتیا قومي مشرمحمدانور صديقي وايي:«دوی کولای شي چې ازادانه راشي، په اعتماد او باور سره دلته ژوند تېر کړي او د خپل ژوند چارې د امنیت د چتر لاندې او د اسلامي نظام تر چتر لاندې مخته یوسي.»
د پکتیا قومي مشر حاجي مامور هم وویل:«د ټولو افغانانو دا غوښتنه ده، هغوی زموږ وروڼه دي، هغه زموږ افغانان دي هغه زموږ بازو دی هغوی باید راشي موږ ورته لبیک وایوو، امارت هغوی ته باید ښه پاملرنه وکړي، ښه یې وپالي.»
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم ځينو افغان سیاستوالو د افغانانو ترمنځ د خبرو د ترسره کېدو غوښتنه کړې وه؛ خو اسلامي امارت تل ویلي چې دغه خبرې باید واک ته د اسلامي امارت له بیاځلې رسېدو مخکې شوې وای.