د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند وايي، په کابل او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون نږدې ۲۰۰ جادوګر نیولي، عدليي او قضايي اورګانونو ته يې ورپېژندلي دي.
د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند څرګندوي:«په ولایتونو کې هم د نیول شویو جادوګرانو شمېره له ۱۰۰ ډېر ده. یوازې په کابل ښار کې تر اوسه پورې ۶۷ جادوګران نیول شوي دي، چې په منځ کې یې څو تنه ښځې هم دي او ډېره برخه يې محکمې ته معرفي شوي دي.»
ورته مهال ځینې دیني عالمان وايي، جادو کول د اسلام له نظره حرام دي او د جاودګرۍ فعالیتونه په ټولنه کې د فساد لامل کېږي.
دیني عالم عبدالحی فیضاني په دې هکله وايي:«زه له خلکو غواړم هغه کارونه ترسره نهکړي چې په شریعت کې حرام دي او باید د جادوګرو په کارونو باندې باور ونهکړي.»
بل خوا ځیني هېوادوال له اوسني سرپرست حکومته په جدي توګه غواړي، چې په هېواد کې د جادوګرانو فعالیتونو مخنیوی وکړي.
په داسې حال کې ده، چې د امربالمعروف نهې عن المنکر وزارت له سپارښتنې وړاندې په پلازمېنه کابل او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له کلونو راهیسې جادوګرو په ازاد ډول فعالیت ترسره کاوه.