د کریکټ د یو ورځنیو یا پنځوس اوره لوبو نړیوال جام نن په هند کې پیلیږي.
د افغانستان د لوبډلې په ګډون د نړۍ لس غوره ټیمونه دغه جام کې لوبیږي.
د جام لومړۍ لوبه نن د احمد اباد په کریکټ لوبغالي کې د انګلستان او نیوزلند ترمنځ ده.
افغانستان په دې جام کې خپله لومړنۍ لوبه د شنبې په ورځ له بنګله دیش سره کوي او د اکتوبر په ۱۱مه له هند سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
د کریکټ نړیوال جام به د نومبر میاشتې تر نولسمې نیټې پورې دوام کوي.
