د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویانده وایي، افغان کډوال به په څو مرحلو کې له خپلې خاورې وباسي.
زهرا بلوچ دا خبره په اسلام اباد کې رسنیو ته وکړه، خو دا یې ونه ویل چې د نومبر تر لومړۍ نېټې وروسته به هم یو شمېر هغه افغانان باسي چې د پاکستان د استوګني قانوني اسناد نه لري.
د پاکستان د دې ضرب الاجل لپاره درې اونۍ پاتې دي.
پر افغان کډوالو د پاکستان دننه په ځانګړي ډول په اسلام اباد کې د فشارونو له زیاتیدو سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د کډوالو د ایستلو پروګرام به د څو پړاوونو په ترڅ کې ترسره شي.
د دې وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون خبریالانو ته وویل، ځینو داسې انګېرله چې دا کډوال به یوځای باسو، خو داسې نه ده.
هغه زیاتوي: لومړی به ښایي هغه کسان وایستل شي چې د جرم سابقه لري، لکه: په قاچاقو کې لاس لرل او د هر افغان کډوال قضیه به بیله ارزول کیږي.
په کابل کې د اسلامی امارت چارواکو د اسلام اباد پریکړه په سختو ټکیو غندلې ده.
د افعانستان د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد پرون په کابل کې یوې غونډې ته وویل:
” پاکستان چې کومه پریکړه د افغانانو په اړه او د افغان کډوالو په اړه کړې ده، چې دوی به د نومبر تر لومړۍ نیټې له پاکستانه وځي، دا پریکړه موږ غندو دا غیرعادلانه او بې انصافه پریکړه ده.”
د ملګرو ملتو له اټکل سره سم، تر شپږ لکه ډېر افغانان د طالبانو تر دوهم ځلي واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي دي چې یوه لویه برخه یې هغه کسان دي چې په پرمختللیو هیوادو کې د پناه اخیستلو لپاره انتظار دي.