ی. حوت ۵ام, ۱۴۰۳

بنګله دیش کرکت ملي لوبډلې د شنبې پر ورځ په دھرم شالا لوبغالي کې افغانستان ته د شپږ ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه او مهدي د ټوپ‌وهنې او توپ‌اچونې په دواړو ډګرونو کې ښه وځلید.
نوموړي درې ویکتې واخیستې او ۲۵ منډې یې ورکړې. په داسې حال کې، چې افغانستان یوازې په ۱۵۶ منډو له ډګره ووت.
د فرانسې خبري سرچینې څرګنده کړې؛ مهدي ۵۷ منډې جوړې کړې او نجم الحسین شانتو ۵۹ منډې وکړې او بنګله‌دېش د ۱۵ اورونو په پاتې کېدو سره لوبه وګټله.
په دې لوبه کې د بنګله‌دېش لوبډلمشر شکیب الحسن د افغان لوبډلې ته پوره زیانونه واړول، چې درې ویکټې یې واخیستې او ۳۰ منډې یې ورکړې.
افغانستان، چې د شکېب له خوا د ۱-۴۷ او ۱۱۲-۲ منډو له جوړولو سره توپ‌وهنې ته لېږل شوی و؛ خپل وروستي اته لوبغاړي يې په ۴۴ منډو کې له لاسه ورکړل.
افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز خپل بشپړ ټینګار څرګند کړ او ۴۷ منډې یې جوړې کړې.
د افغانستان لوبډله به راتلونکې چارشنبه خپله بله لوبه له هند لوبډلې سره وکړي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *