د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن یکشنبه اکټوبر ۸ (تلې۱۶) امریکایي جنګي کښتیو او الوتکو ته امر وکړ چې اسرائیل سره نږدې په مدیترانیې بحیرې کې ځای پر ځای شي او هم یې اسرائیل ته تازه نظامي مرستې واستولې.
د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګان ویلي چې د USS Geral R Ford په نامه الوتکې وړونکي کښتۍ او جنګي الوتکې د مدیترانیې په ختیځ کې ځای پر ځای کوي او هم په سیمه کې د جنګي الوتکو قطعات قوي کوي.
سپینه ماڼۍ وایي چې جمهور رئیس جو بایډن د اسرائیل د صدراعظم بنجامین نیتن یاهو سره په خبرو کې د “کاڼي په شان سخت ملاتړ” څرګندولو تر څنګ وویل چې د اسرائیل د دفاع لپاره “اضافي امریکایي مرستې پر لار دي او په راتلونکو ورځو کې به نورې مرستې هم ورشي”.
په اعلامیې کې ویل شوي چې دواړو مشرانو په روانو هڅو خبرې وکړلې تر څو یقیني کړي چې د اسرائیل “هیڅ دښمن دا ګمان ونکړي چې د روان وضعیت څخه ګټه اخیستلی شي”.
د اسرائیل چارواکو ویلي چې د حماس په بریدونو څه باندې ۶ سوه کسان وژل شوي او په فلسطین کې بیا چارواکو ویلي چې د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶۰ تنه تر دې دمه وژل شویدي.
متحده ایالاتو داسې مهال د اسرائیل سره د بشپړ ملاتړ اعلان کړی او د تازه مهماتو او نورو نظامي مرستو ژمنه یې کړې چې د اسرائیل حکومت یکشنبه اکټوبر ۸ په رسمي توګه د حماس سره د جګړې اعلان وکړ او ښایي دې بریدونو ته پراخ نظامي ځواب ووایي.
د اسرائیل د حکومت د کابینې دې اعلان څخه وړاندې هم صدراعظم بنجامین نیتن یاهو ویلي و چې هیواد یې د حماس سره په جګړې اخته دی او د قوي غچ اخیستو ژمنه یې کړې وه.
دا اعلان داسې مهال وشو چې د یکشنبې په ورځ د اسرائیل په جنوبي برخو کې د حماس او اسرائیل ځواکونو تر منځ نښتې روانې وې او په هوایي بریدونو کې د غزې څو ودانۍ ړنګ شوې.
سره لدې چې د اسرائیل د ځوابي عمل په هکله تر اوسه جزیات ندي ورکړل شوي خو مبصرین چې د منځني ختیځ چارې څاري ګمان کوي چې ښایي د اسرئیل پیاده ځواکونه غزې ته ننوزي او دا به د پام وړ توګه جګړه پراخه کاندي.
د اسرائیل صدراعظم خبرداری ورکړی چې د حماس پر ضد جګړه به وخت نیسي او سخته به وي.