د. دلو ۱ام, ۱۴۰۳

د جاپان بهرنیو چارو وزیرې څرګنده کړې، چې هېواد به یې د افغانستان په هرات ولایت کې د زلزلې له قربانیانو سره مرسته وکړي.
د جاپان بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې يوکو کاميکاوا د دغې زلزلې له کبله د مړو شويو کسانو کورنيو ته ډاډ او خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
هغې زیاته کړې: جاپان هڅه کوي، چې د نړيوالو بنسټونو پر همکارۍ ژر تر ژره ځپل شویو سیمو ته لازمې مرستې برابرې کړي.
نوموړې ویلي، چې جاپان د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او په افغانستان کې به د بشري وضعیت د ښه والي لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *