ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

اسراییلو جنګي الوتکو پرون یوځل بیا د غزې پر تړانګه هوايي حملې وکړې چې له کبله یې ګڼې ودانۍ په کنډوالو بدلې شوې او خلک اړ شول چې ځانونه امن سیمو ته ورسوي.
وروسته له دې چې حماس ډلې د شنبې په ورځ پر اسراییلو ډله ییزه لویه حمله وکړه، غزه تراوسه د اسراییلو له غچ اخیستونکو حملو سره مخامخ ده.
مرستندویو ډلو غزې ته د مرستو د رسولو د یوه دهلېز د رامنځته کولو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې روغتونونه له مړیو او ټپیانو ډک دي.
بل خوا اسراییلو د خپلو احتیاطي ځواکونه شمېر ۳۶۰ زرو ته رسولی، خو تراوسه معلومه نه ده چې آیا د غزې پر تړانګه به ځمکني عملیات پیل کړي که‌نه.
په دې کړکېچ کې تراوسه له دواړو خواوو ۱۹۰۰ کسان وژل شوي دي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *