ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

د ایران دولتي اژانس راپور ورکړ چې ولسمشر ابراهیم رییسي د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره پرون د فلسطینیانو او اسراییلیانو د شخړې په اړه په ټیلفون خبرې وکړې.
دا وروسته تر دې چې د چین په منځګړیتوب د تهران او ریاض ترمنځ روغه وشوه، د دې دواړو مشرانو لومړۍ خبرې دي.
د ایران د دولتي اژانس د خبر له مخې رییسي او شهزاده محمد په فلسطین کې د جنګي جرمونو د پای ته رسولو پر اړتیا خبرې وکړې.
تر اوسه د دې خبرو په تړاو ریاض څه تبصره نه ده کړې.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *