د. دلو ۱ام, ۱۴۰۳

د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په یو جومات کې د چاودنې په نتیجه کې د درنې مرګ ژوبلې خبرونه رارسېدلي.
سرچینو د پلخمري د مرکزي روغتون د صحي چارواکو په حواله ویلي چې له چاودنې وروسته د شاوخوا دېرشو کسانو مړي دې روغتون ته راوړل شوي دي.
ویل کیږی چاودنه د جمعې د لمانځه پرمهال د شیعه ګانو په امام زمان جومات کې شوې او لسګونه نور کسان هم پکې ټپیان شوي دي.
رویټرز خبري اژانس په بغلان کې د مولوي هاشمي په نوم د یوه اسلامی امارت چارواکي له قوله خبر ورکړی چې نوموړی وايي، د چاودنې قربانیان او ټپیان روغتون ته رسول شوي دي.
په ورته مهال د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي فرانس پرېس خبري اژانس ته چاودنه تایید کړې، خو د تلفاتو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.
د دې چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو په نورو ولایتونو کې پر شیعه ګانو د پخوانیو دې ډول حملو مسوولیت داعش ډلې منلی.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *