ټاکل شوې چې نن د پنځوس اوریز نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان خپله درېیمه سیالي د دفاعي اتل انګلستان پر وړاندې ترسره کړي.
دغه سیالي به د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه د هند په پلازمېنه ډیلي کې پيل شي.
افغانستان خپلې لومړنۍ دوه سیالۍ بنګله دیش او هندوستان ته په ډېر تفاوت بایللي او اوس د نومرو په جدول کې وروستي مقام لري.
انګلستان چې خپله لومړۍ لوبه یې نیوزیلینډ ته بایللې وه، په دویمې سیالۍ کې بیا بنګله دېش ته نسبتاً لویه ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ویلي چې لوبډلې یې تر لوبې یوه ورځ وړاندې هم د لا ښه چمتوالي په موخه تمرینات ترسره کړي دي.
د افغانستان ملي لوبډلې سر روزونکي جانتن ټراټ په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي، افغانستان د دې وړتیا لري چې سترې لوبډلې ماتې کړي.
د نوموړي په باور لوبډلې یې وروستۍ لوبې هم ښې ترسره کړي دي او ډاډ یې وښود چې انګلستان سره به ښه لوبه وکړي.
هغه ويلي:
” زه فکر کوم افغانستان د دې وړتیا لري چې هره لوبډله ماته کړي. مونږ په تېرو لوبو کې هم نیږدې شوې وو چې خپل سیالان مات کړو. یوازې مهمه دا ده چې پر ځانونو باور پیدا کړو او له خپلو وړتیاوو سمه ګټه واخلو. هیله مند یم چې دا کار به وکړو. مونږ به په انګلستان ډېر فشار راوړو.”
دغه راز د افغانستان ملي لوبډلې مرستیال روزونکی ریس خان احمدزی هم د انګلستان پر وړاندې د خپلې لوبډلې له چمتووالي ډاډمن دی.
