له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د اندېښنو په لړ کې د جلا وطنه خبریالانو د فډراسیون په مشرۍ ۲۰۰ افغان خبریالانو په یوه لیک کې د پاکستان له لنډمهالي لومړي وزیره غوښتي چې هغوی په اجباري توګه له دغه هېواده ونه باسي.
د دغه فډراسیون په لیک کې راغلي دي، چې په پاکستان کې افغان خبریالان په ښه وضعیت کې نهدي او له پاکستانه د ایستلو په صورت کې، د هغوی ترڅنګ د هغوی کورنۍ به هم له خطر سره مخامخ شي.
د جلاوطنه خبریالانو د فډراسیون د لیک په یوې برخه کې راغلي:«له پاکستانه د کډوالو او پناه غوښتونکو د ایستلو دې پرېکړې زموږ د همکارانو په منځ کې ژورې اندېښنې راپارولې دي، د جلا وطنه افغان خبریالانو د فډراسیون غړي د دغو خبریالانو او د هغوی د کورنیو د وېزو د تمدید غوښتنې د پایلو نه څرګندېدو ته اندېښمن دي.»
د جلا وطنه خبریالانو د فډراسیون غړی شفیع الله دوست وايي:«له رواني ستونزو سره چې موږ خبریالان مخامخ یوو حتا له خپلو کورونو وتلای نهشوو د دې لپاره داسې نه چې د پاکستان د پولیسو له خوا ونهنیول شوو او یا هم له پاکستانه واړول شوو.»
بل خوا، په پاکستان کې ځينې افغان خبریالان وایي، چې په خورا ستونزو سره دغه هېواد ته رسېدلي، خو اوس له دغه هېواده د ایستل کېدو په تړاو اندېښمن دي.
د جلاوطنه خبریالانو د فډرسیون د کلتوري کمېټې مسوول محمد جان تمکین وویل:«تاسې پوهېږئ چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د پاکستاني ځواکونو یرغلي عملیات په زور او شدت سره روان دي، او دا پروګرام په ډېریو ځایونو کې داسې عملي کېږي چې ټول انساني اخلاقي لارښونې تر پښو لاندې کېږي.»
خبریال فیض الله ترک هم څرګندوي:«دوه کاله کېږي چې افغان خبریالان په پاکستان کې په بې برخلیکۍ کې دي او هېڅ بنسټ ورته پاملرنه نهده کړې.»
په دې وروستیو کې د اسلامي امارت چارواکو ویلي دي، چې په دې تړاو یې له پاکستاني چارواکو سره پرلهپسې خبرې لرلې دي او د اسلام اباد له چارواکو یې غوښتي چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«افغان کډوال په بېلابېلو هېوادونو کې دي، او ژوند کوي؛ خو چلند باید انساني وي او هغوی په زور تر فشار لاندې اړ نهشي چې خپل کورونه پرېږدي او یا هغوی ونهنیول شوي او بندیان نهشي، ونه ځورول شي.»
دا اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوې، چې د پاکستان د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر ویلي، په پاکستان کې له یو مېلیون او ۷۰۰ زرو ډېر افغان کډوال په ناقانونه توګه مېشت دي او د نوامبر تر لومړۍ نېټې به ټول له خپل هېواده وباسي. خو د پاکستاني چارواکو دغه خبرې د کابل له سخت غبرګون سره هم مخ شوې.