د کابل پولیسو ویاند تائید کړې، چې د کابل په دشت برچي سیمه کې چاودنه شوې ده.
خالد ځدراڼ د چارشنبې پر ورځ په ایکس پاڼهکې لیکلي، چې چاودنه د یوه مارکیت په پارکینګ کې رامنځته شوې، چې وروسته اور ولګېد.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې چاودنې له کبله درې موټر ويجاړ شوي؛ خو چاته مرګ و ژوبله نهده اوښتې.
ځدراڼ ویلي، چې د چاودنې د بڼې معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.