ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان څرګنده کړې، چې په منځني ختیځ کې د جګړې د عادلانه حل لپاره باید د ۱۹۶۷ ز. کال په پولو کې دې د فلسطین خپلواک دولت جوړ شي.
محمد بن سلمان دا څرګندونې د جمعې پر ورځ د فارس خلیج د همکارۍ شورا او جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو د ټولنې د مشرانو د لومړۍ ګډې غونډې د پرانیستلو پر مهال وکړې.
د سعودي عربستان ولیعهد ویلي: مونږ په غزه کې، چې بیه یې بې ګناه ملکي وګړي پرې ‌کوي؛ د تاوتریخوالي د زیاتوالي له کبله اغېزمن کیږو. مونږ په هر ډول او هره پلمه د ملکي وګړیو پر نښه کول ردوو.
هغه د ملکي وګړیو او بېخبناوو پر وړاندې د پوځي عملیاتو د بندولو پر اړتیا ټینګار وکړ او وایي، چې د دوی ورځني ژوند ته زیان رسوي.
د سعودي ولیعهد د پنجشنبې پر ورځ د بریتانیا له صدراعظم ریشي سناک سره په کتنه کې د غزې پر ملکي وګړو د اسرائیلو بریدونه وغندل او دا یې یو وحشیانه جنایت او وحشیانه برید وبلله.
د فلسطین د روغتیا وزارت د پنجشنبې پر ورځ د اړوند څرګندونو له مخې د اسرائیلو په بریدونو کې ۳۷۸۵ فلسطینیان وژل شوي او له ۱۲۰۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *