په بغلان کې د اسلامی امارت چارواکي وایي یو سپین ږیری سړی یې له بنده ازاد کړی دی.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر پرون سه شنبه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه سړى له ١٥ مياشتو راهيسې د پلخمري په حسين خېلو سيمه کې د خپل زوی له خوا په بند کې ساتل کېده.
اعلاميې د دغه سړي او د هغه د زوى نوم ياد نه کړ، خو ويې ويل، چې د موضوع د روښانه کولو لپاره يې پلټنې پيل کړې دي.
څو اونۍ وړاندې د بخت بي بي په نوم د یوې ښځې د ژغورنې خبر هم چې ویل کېږي ۲۵ کاله یې د خپل ورور په کورني زندان کې تېر کړي وو، ګڼ عکس العملونه وپارول.