ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي ډېر ژر به ملي ټیم ته یو نوی سر روزونکی وټاکي چې په کابل کې به له نویو ملي لوبغاړو سره تمریني کمپ پيل کړي.
د فوټبال فدراسیون ویاند مصطفی هاشمي وروسته له هغه دا خبره ازادي راډیو ته وکړه چې د ملي ټيم یو لړ مطرحو لوبغاړو له هغې ډلې امید پوپلزي، فیصل شایسته او ځینو نورو د فوټبال فدراسیون چارواکي په مالي فساد تورن کړی.
اکثرو دغو لوبغاړو په یوه واحد بیان سره چې په خپلو ټولنیزو پاڼو یې خپور کړی، د فوټبال فدراسیون مشران تورن کړي چې د ملي ټيم د سفرونو د ټکټونو پيسې حیف او میل کوي او همدارنګه یې د ملي ټيم کورنی سټډيوم له تاجکستانه سعودي عربستان ته انتقال کړی دی.
دغو فوټبالرانو ویلي چې نور د دوی په خبره په یوه فساد ککړي چاپیریال کې فوټبال نه کوي.
د راپورونو له مخې، څو ورځې مخکې د لوبغاړو او مخکیني سر روزونکي عبدالله المطیري تر منځ هم لانجه شوې وه چې بلآخره دا کویټی روزونکی له خپلې دندې لاس په سر شو.
خو د فوټبال فدراسیون ویاند مصطفی هاشمي ازادي راډیو سره په خبرو کې خواشیني وښوده چې د ملي ټیم لوبغاړو ته پيسې تر لوبو ډېرې مهمې دي.
هغه عربستان ته د کورني سټډیوم انتقال یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله.
د فوټبال فدراسیون او لوبغاړو تر منځ داسې وخت دا لانجې رامنځته شوي چې تمه ده افغانستان په څه باندې شلو ورځو کې د نړیوال جام په مقدماتي دور کې له قطر او کوېټ سره لوبې وکړي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *