د پاکستان په چمن کې سلګونو کسانو د پاکستان حکومت وروستی پریکړې په غبرګون له لاریون وروسته پرلت کړی دی.
د پاکستان لنډمهالي حکومت ویلي چې له دې وروسته له پاسپورټ پرته چاته پر یاده دروازه د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
پاکستان د بلوچستان د اطلاعاتو ایالتي وزير وایي د سپين بولدک پر دروازه د ازاد تګ راتګ له امله پاکستان له امنیتي ګواښونو سره مخ دی.
نوموړی ادعا کوي چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ راهيسي د رامنځته شویو پېښو له ډلې ۱۴ یې له افغانستان سره تړاو لري.
د بلوچستان د اطلاعاتو ایالتي وزير، جان اڅکزي و ویل: « د سپين بولدک لار ځکه اوس پاکستان ته يو ګواښ دی، چې هره ورځ پرې تر۱۵ زره پورې کسان تګ راتګ کوي او د هیچا پر تندي نه دي ليکلي، چې څوک سم او څوک ترهګر دی، له بدغه مرغه باید ووایو، چې پاکستان کې د روان کال د جنورۍ راهیسې شل ځانوژنکې حملې شوې، چې د ۱۴ کسانو تړاو زمونږ له ګاونډي هیواد افغانستان سره وو.»
د اسلامي امارات ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز شبکی ته و ویل: «موږ دا ادعا په کلکه ردوو، افغانان چې په هغه هېواد کې په هیڅ پېښه کې لاس نه لري. دوی هلته د مهاجرت شپې او ورځې تیروي او لکه د هغه هېواد اتباعوو غوندې ژوند کوي.»
دا پرېکړه داسې مهال کېږي، چې له کلونو راهیسې هره ورځ د سویلي ولایتونو سلګونه اوسېدونکي د چمن له لارې پاکستان ته پر پېژندپاڼه تګ راتګ کوي، خو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له لسمې وروسته یوازې هغه کسان پر دې لار تګ راتګ کولای شي، چې پاسپورت او ویزه ولري.