.د داعش ډلې خراسان څانګې په کابل کې د پنجشنبې په ورځ د شوې چاودنې مسوولیت منلی دی
دې ډلې پرون ناوخته په خپل ټیلګرام کې ادعا کړې چې دوی په هغه ورزشي کلپ کې، چېرته چې چاودنه شوې؛ بم ځای پر ځای کړی و.
د اشلامی امارت چارواکو د کابل په لویدیځ کې د دې چاودنې په پایله کې د ۴ تنو وژل کېدل او ۹ نورو ټپي کېدل منلي دي، خو په سیمه کې د پېښې عیني شاهدان د دې چاودنې مرګژوبله څو برابره ډېره بولي.
د ویلو ده چې له وړاندې هم داعش ډلې د کابل په لویدیځ کې چېرته چې ډېر اهل تشیع مېشت دي، د ورته چاودنو او ځانمرګو بریدونو مسوولیت منلی دی.