ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني پر فلسطیني ولس د اسرئیلو بریدونه وغندل او هغه یې نه بښوونکی عمل یاد کړ.
ښاغلي حقاني چې د کابل په وزیر محمد اکبر خان غونډۍ کې د یوه جومات د پرانیستې پر مهال خبرې کولې و ویل چې د نړۍ ټول مسلمانان باید د فلسطین ملاتړ وکړي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني و ویل: «موږ د داسې پېښې چې نن د فلسطین په مسلمانانو باندې کوم ظلم روان دی، د دغسې ظلم په کلکه مانا باندې د دوی غندنه کوو او دا یو نه بښوونکی جنایت بولو چې  مسلمانانو په حقونو باندې کوم زیاتی او ظلم کوي.»       
سراج الدین حقاني زیاتوي چې د افغانستان د ولس په ګډون ټول اسلامي امت ځان د فلسطین په غم کې شریک ګڼي او له هغوی سره خواخوږي لري.
د کابل پر وزیر محمد اکبر خان غونډۍ تازه جوړ شوی جومات د اقصی جومات بڼه لري او د ملا محمد عمر مجاهد پ نوم نومول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني و ویل: «په داسې ورځې باندې زموږ مسجد چې د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد او استاد محمود صاحب په نام او په یاد باندې دا مسجد افتتاح کیږي.»
اخوا، د ترکي شرکت استازی چې په دغه پروګرام کې یې حضور درلود وویل، ددې لپاره یې دغه جومات جوړ کړی چې د اقصی جومات ارزښت ژوندی پاتې شي.
د ترکي شرکت مسوول، محمد تورنتا و ویل: « د دغه جومات د پرانیستې پر مهال زموږ نیت او اراده دا وه چې د الحرم ، نبوي او اقصی جوماتونو په څېر درې جوماتونه چې د مسلمانانو لپاره ځانګړی ارزښت لري، ودان کړو. له بده مرغه اوس اقصی د مسلمانانو تر ټولو ستر ټپ دی او ددې لپاره چې پر دغه زخم مرهم ولګوو، دغه جومات مو په کابل کې جوړ کړ.»
د دغو مراسمو په پای کې، پر وزیر محمد اکبر خان غونډۍ د اسلامي امارت بیرغ هم نوی کړای شو.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *