د ټولګټو وزارت سرپرست پروان او بغلان ولایتونو ته په خپل سفر کې د سالنګ د لویې لارې د دریمې برخې د بېارغونې د چارو پرانیسته وکړه.
د دغه وزارت د مالوماتو له مخې د دغه سړک د بیارغونې تړون چې یوویشت کیلومټره اوږدوالی لري، دوه خصوصي شرکتونو ته سپارل شوی دی.
بل خوا، د کانونو او صنایعو خونه د سالنګ د لویې لارې د بېلابېلو برخو بیارغونه مهمه بولي او د دې لویې لارې د بیارغونې د کار پر چټکتیا او کیفیت ټينګار کوي.
د کانونو او صنایعو خونې لومړي مرستیال، سخي احمد پیمان، و ویل: « د سالنګ لویې لارې په بیارغونه کې چې تر دې مهاله کوم ګامونه اخیستل شوي د درناوي وړ دي. هیله لرو چې د ټولګټو وزارت لپاره به د سالنګ لویې لارې او د افغانستان د نور لویو لارو په بیارغونه کې چټکتیا، د کار کیفیت او د دغو لارو ساتنه لومړیتوب ولري.»
ورته مهال، یو شمېر کارپوهان هم د سالنګ د لویې لارې بیارغونه د سوداګریزو توکو د ښه لېږد رالېږد او د هر ډول موټرو د تګ راتګ لپاره ګټوره ګڼي.
د اقتصادي چارو شنونکي، شاکر یعقوبي طلوع نیوز ته و ویل: « د سالنګ لویه لار د بېلابېلو زاویو ارزښتناکه ده. په کمه بیه او په کم وخت کې د سوداګریزو توکو ټرانزیټ یو له هغو مواردو ده چې د دغې لویې لارې اقتصادي اهمیت بلل کيږي، او له بلې خوا د یوې معیاري لویې لارې لرل د سیمه ییز اتصال لپاره هم مهم ټک دی.»
د اقتصادي چارو یو بل شنونکي، قطب الدین یعقوبي، هم په دې تړاو و ویل: « د سالنګ لویه لار د سوداګریزو توکو د ټرانزیټ او د کابل سره د شمالي ولایتونو د نښلولو لپاره یوه اساسي لاره ده، او همدارنګه د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا د نښلولو په برخه کې هم مهم رول لري.»
دا مهال د سالنګ پر تونل په چټکۍ سره کار روان دی.
د ټولګټو وزارت د وروستیو شمېرو پر بنسټ، د دغه تونل د بیارغونې ۸۵ سلنه چارې بشپړې شوي او په راتلونکو ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.