ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

سپینې ماڼۍ د متحده ایالاتو د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هغه وړاندیز وغانده چې امریکا ته د مسلمانانو په راتګ د بیا بندیز لګولو لپاره یې کړی و.
د سپینې ماڼۍ ویاند انډریو بیټس شنبه اکټوبر ۲۸ (لړم۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د کرکې پر ضد د یو ځای کیدو لپاره اړتیا تر بل هر وخت ډیره ضروري ده.
په اعلامیې کې ویل شوي، ” په امریکایي مسلمانان او په خټه عرب امریکایان په زیاته اندازه خپل ځانونه د ناوړه سپکاوي او زړه ماتوونکي تشدد هدف ویني”.
د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې د هغې پیښې یادونه هم شوې چې په اسرائیل د حماس برید څخه وروسته یو سپین پوستي امریکایي یو ۶ کلن فلسطینی ماشوم په چاقو وواهه او وې واژه.
په اعلامیې کې دا پیښه “وحشیانه” بلل شوې.
جمهور رئیس بایډن د ایلونای په ایالت کې د دې فلسطیني مسلمان ماشوم له وژل کېدو وروسته، وویل چې له “اسلام څخه ډار، تبعیض او نفرت” په متحدو ایالتونو کې ځای نلري.
پولیس وايي چې دغه ۷۱ کلن امریکایي د حماس او اسرائیل ترمنځ د جګړې له کبله دا فلسطیني ماشوم وژلی او مور یې شدیده زخمي کړې ده.
جو بایډن دا یوه “ټکان ورکوونکې او غمژنه پېښه” بللې ده او ویلي‌ دي چې دغه کورنۍ امریکا ته د “ژوند، تعلیم او په ازادې فضا کې د عبادت لپاره” راغلې وه.
هغه د وژل شوي ماشوم کورنۍ، ټول فلسطینیانو، عربانو او امریکایي مسلمانانو ته له دې کبله تسلیت ووایه.
د شیکاګو پولیسو ویلي دي چې‌ په دغه ماشوم او مور یې ځکه برید شوی چې مسلمانان وو.
د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ څه موده د هغه فرمان بیرته ژوندي کیدو وړاندیز کړی و چې له مخې یې امریکا ته د ځینو اسلامي هیوادونو څخه د خلکو په راتګ بندیز لګیدلی و.
ټرمپ ویلي که د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې بریالی شي، ټول دا بندیزونه به د سره ولګوي.
عراق، ایران، لیبیا، سومالیا، سودان، سوریه او یمن هغه هیوادونه دي چې ټرمپ یې په ۲۰۱۷ کال کې کله چې د امریکا جمهور رئیس و، د خلکو په راتګ بندیز ولګاوه چې د بشري حقونو ادارو په ګډون ګڼ شمیر هیوادونو دا کار وغانده.
خو جمهور رئیس جو بایډن په ۲۰۲۰ کال کې د ټرمپ څخه د انتخاباتو تر ګټلو وروسته دا فرمان لغوه کړ.
د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې جمهور رئیس بایډن په ۲۰۲۰ کال کې د اسلام څخه ډار پیښو زیاتیدل “ناروا” او “مهلکه بیماري” بللي و او دا یي خپل ویاړ بللی و چې د ښاغلي ټرمپ”غیر امریکایي، او وحشتناک” فرمان یې لغوه کړ.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *