د سویډن حکومت اعلان کړی هغه عراقی کډوال چې څه موده وړاندې یې یاد هېواد کې «قرانکریم» ته سپکاوی کړی و، له دغه هېواده شړي.
د سویډن د کډوالو دفتر ویاند جېسپر ټېنګروټ په یوې ټلوېزیوني مرکه کې ویلي، سلوان مومیکا به له دغه هېواد څخه وشړل شي.
نوموړي دې مرکه کې ویلي، سویډن کې مومیکا د اوسېدو نېټه د اپرېل په ۱۶مې پای ته رسېږي او په وینا یې، له هغه وروسته به هغه له سویډن وشړل شي.
د ټېنګروټ په وینا، سویډن به د نوموړي د اوسېدو او کار جوازونه هېڅکله تمدید نهکړي.
نوموړي له ټيوي۴ ټلوېزیون سره مرکه زیاته کړې: «زموږ پرېکړه د دې حقیقت له امله ده چې نوموړي د جواز غوښتنې پر مهال په خپلو بیانونو کې ناسم او دروغ معلومات ورکړي دي.
د سویډن د کډوالو دفتر ویاند جېسپر ټېنګروټ همداراز ټينګار کړی چې سلوان مومیکا نهشي کولای د پنځو کلونو لپاره دغه هېواد ته دننه شي.
ځینو رسنیو راپور ورکړی چې سلوان مومیکا به د دې پرېکړې په غبرګون کې خپل اعتراض د کډوالو محکمې ته وړاندې کړي.
عراقی کډوالو مومیکا د روان میلادي کال د جون پر ۲۱مه د ترکیې سفارت مخته د قرانکریم نسخې وسوځولې چې په ګڼشمېر مسلمانانو هېوادونو کې یې پر ضد لاریونونه هم وشول.
د ډنمارک او هالنډ تر څنګ سویډن هم د پولیسو تر څارنې لاندې د قرانکریم د سپکاوي د اجازې له امله له پراخو نیوکو سره مخ شوي دي.