ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

د اسلامي امارت مشر مولوي هبت‌الله اخندازه په یوه فرمان کې د سټنډرډ عالي شورا ریاست هم د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ته ورکړی دی.
د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر دغه خبر په یوې اعلامیه کې خپور کړی دی. 
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سټنډرډ ملي شورا هېواد ته د بې کیفیته توکو او غیر معیاري کالیو د واردېدو او خپل سرو ودانیزو چارو په برخه کې د سټنډرډ ملي ادارې ستراتیژۍ او پالییسو تصویب او د هغوی له تطبیق څارنه، د ملي سټنډرډونو د کوډونو او نورمونو د تصویب او د تخنیکي مقرراتو د طرحو د تایید په موخه رامنځته شوې ده.
 
د دې سربېره، د هلمند ولایت پخوانی مرستیال والي عبدالرحمن کندوزی د هلمند د والي په توګه او د هلمند پخوانی والي عبدالاحد طالب، د مولوي هبت الله اخندزاده د ځانګړو ځواکونو د قومندان په توګه ټاکل شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وايي:«د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان پر اساس عبدالرحمن کندوزی د هلمند ولایت پخوانی مرستیال، د دغه ولایت والي او د هلمند پخوانی والي عبدالاحد طالب د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړو ځواکونو د قومندان په توګه وټاکل شول.»
ورته مهال یو شمېر کارپوهان وايي، چې په اداراتو کې باید مسلکي کسان وګومارل شي.
د اقتصادي چارو شنوونکی نازکمیر زیارمل وویل:«د سټنډرډ اداره یوه مسلکي اداره ده او دا باید داسې مسلکي کس ته چې په دې برخه کې تخصص ولري ورکړل شي، څو د موادو په پېژندلو او چک کولو کې اغېزمن تمام شي.»
د کرنې، لوړو زده کړو، کور او ښار جوړولو، عامې روغتیا، صنعت او سوداګرۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، کانونو او پټرولیم، ترانسپورت او ماليې وزارتونو مرستیالان، د علومو اکاډمۍ مشر، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رییس، کابل ښاروال، د ښاروالیو د عمومي ریاست مرستیال او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي رئیسان د سټنډرډ ملي شورا دایمي غړیتوب لري.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *