ازبکستاني پلاوي کابل ته په خپل سفر کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د قوشتېپې کانال په اړه بحث او خبرې کړې او دا ډاډ ورکړ شو، چې د قوشتېپې کانال د دواړو هېوادونو په ګټه دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، چې افغانستان ته د ازبکستاني پلاوي په سفر کې دی چارواکو ته ډاډ ورکړ شوی، چې د قوشتېپې له کاناله به زیان ورونهرسیږي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې یاد پلاوي د سرخان دریا پلخمري ۵۰۰ کیلو ولتټ برښنا پروژې، د آمو سیند پر سر د ۲۲۰ کیلو ولت مزي د رغونې، د وارداتی برښنا د سیستم، د وارداتي انرژۍ د جذب، په افغانستان کې د ازبکستان د خصوصي سکتور پانګونه او د اوبو د مدیریت په اړه خبرې وشوې.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: د اسلامي امارت مسوولینو ازبکستاني پلاوي ته د قوشتېپې کانال په اړه ډاډ ورکړ شو، چې دا کانال د دواړو هېوادونو لپاره ګټور دی.
دغه راز د ازبکستان د پلاوي مشر او د لومړي وزیر مرستیال ويلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د داسې ناستو جوړېدل اړین دي.
جواجهیوف زیاته کړې؛ مونږ افغانستان ته د خپل سفر پرمهال د افغانستان اسلامي امارت له مشرانو او همداراز د سکتوري بنسټونو له مسوولینو سره خبرې وکړې. همداراز د خصوصي سکتور ترمنځ هم خبرې اترې شوي او د کرنې، کانونو، ترانسپورت، ترانزیت، د انرژۍ د تولید او انتقال په ګډون نور هغه موضوعات ول، چې مونږ پرې بحث او خبرې وکړي او ښه پرمختګونه مو درلودل.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي؛ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ کلنۍ راکړه – ورکړه یو اعشاریه دوه میلیارد دالرو ته رسیږي. د وروستیو هوکړو پر بنسټ به دواړه لوري هڅه وکړي، چې د سوداګرۍ دا حجم درې میلیارد دالرو ته لوړ کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دولتي او خصوصي سکتور پر کچه د ډېرو اړینو پروګرامونو هوکړي وشوې. د برښنا، کرنې، کانونو، ترانزیت او ترانسپورت په برخه کې به افغان لوري ته د ویزې د ورکړي بهیر هم پیل شي.
له دې مخکې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ويلي وه؛ افغانستان په فعاله توګه د قوشتېپې کانال پر جوړولو بوخت دی، د دې کانال جوړول به په منځنۍ آسیا کې د اوبو وضعیت او توازن په بنسټیز ډول بدل کړي.