ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظو احمد پښتین وايي د پاکستان سرپرست صدراعظم انور الحق کاکړ په برتانیې کې د افغانستان په پاسپورټ د کډوال په توګه ژوند کړی.
ښاغلي پښتین دوشنبه اکټوبر ۳۰ (لړم ۸) امریکا غږ آشنا تلویزیون سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې د پاکستان حکومت په افغان کډوالو د فشار له لارې د سیاسي اهدافو ترڅنګ غواړي چې د بډایو افغانانو پانګې او د نړیوالو پامرلنه ترلاسه کړي.
پښتین پدې هکله وویل، ” سرپرست لومړی وزیر انوارالحق کاکړ، چې یو وخت یې د افغانستان په پاسپورټ په بریټانیا کې د کډوال په توګه ژوند کړی، ددې اخلاقي حیثیت نه لري چې افغان کډوال له پاکستانه وباسي”.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر پدې هکله شواهد ورنکړل چې آیا ښاغلي کاکړ په رښتیا په برتانیې کې د پاتې کیدو لپاره د افغانستان د پاسپورټ څخه کار اخیستی که نه.
د پاکستاني مطبوعاتو د معلوماتو له مخې انور الحق کاکړ نږدې لس کاله په برتانیې کې ژوند کړی. هغه د صدراعظم کیدو څخه وړاندې د سنا په مجلس کې د بلوچستان عوامي ګوند جګپوړی غړی و.
د پښتین څخه وړاندې هم په پاکستان کې ځینو فعالینو ادعا کړې وه چې انور الحق کاکړ په برتانیې کې د پاتې کیدو لپاره د افغانستان پاسپورټ څخه کار اخیستی و.
خو د پاکستان حکومت او پخپله کاکړ تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي.
برتانیې کې د پاکستان د سرپرست صدراعظم لخوا د افغان پاسپورټ څخه د کار اخیستو دا موضوع داسې مهال راپورته شوې چې د پاکستان حکومت پدې هیواد کې د څه باندې ۱ ملیون افغانانو په ګډون چې د اوسیدو لپاره قانوني اسناد نلري، د نومبر میاشتې لومړۍ نیټې پورې مهلت ورکړی چې پخپله خوښه لدې هیواد څخه ووځي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *