په پاکستان کې دېره بهرنیو سفارتونو او ملګرو ملتونو پر پاکستان غږ کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو پرمهال هغه کسان چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ کېدای شي تشخیص او خوندي کړي.
په پاکستان کې د کډوالو لپاره د لویې کمېشنرۍ یا ‘یو این ایچ سي آر’ ویاند قیصرخان اپرېدي رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې ملګرو ملتونو له چارواکو وغوښتل چې د یو هر اړخیز سیستم له مخې هغه کسان چې د ستنېدو په صورت کې د تعقیب او نیولو له خطر سره مخامخ کېدای شي وپېژني.
د پاکستان د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.