د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له پاکستان څخه د بېرته را ستنېدونکو افغان کډوالو د ثبت په موخه نن چهارشنبه د لړم ۱۰مه تورخم او سپین بولدک ته تخنیکي ټیمونه واستول.
په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د بېرته را ستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ریاست الوزراء د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ عالي کمېسیون جوړ شوی چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره په دې کمېسیون کې د کډوالو د معلوماتو د ثبت مسوولیت پر غاړه لري.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تورخم او سپین بولدک ته په وسایلو سمبال ټیمونه واستول ترڅو د کډوالو راتګ په منظم او ښه بڼه ثبت او د دې ادارې له ثبت شویو معلوماتو په ګټه اخیستنې اړوندې ادارې کډوالو ته ښه رسېدنه وکړي.