د پروان سيمهييز مسوولان وايي چې د سالنګ تونل دننه رغنیزې چارې په چټکۍ روانې دي او هڅه کوي چې له ژمي مخکې یې چارې بشپړې شي.
تر دې وړاندې د ټولګټو چارو وزارت ویلي و چې ددغه تونل دننه کار به په درېیو میاشتو کې بشپړ شي؛ خو د تونل دننه د چارو له پېله د نږدې درې میاشتو په تېرېدو سره لا هم د دغه کار د بشپړېدو کره نېټه نه ده روښانه شوې.
د پروان د والي مرستیال، محمد ادریس انوري طلوعنیوز شبکی ته وویل:«هڅې مو همدا دي چې د ژمې او د هوا تر سړېدو وړاندې دغه لاره د تلو راتلو پر وړاندې پرانیستل شي او که تړلې هم وي نو د کار د ښه پرمختګ له امله به وي.»
د پروان امنیه قومندان عزیزالله عمر په دې هکله وايي:«په دغه ګالرۍ کې کار اتیا سلنه مخکې تللی، او که خدای غوښتي وو، نو د ژمې مخکې به یې چارې بشپړې شي.»
خو د تړوني شرکتونو مسوولان وايي چې د هوا سړېدو او باران او واورو ورېدو له امله د تونل دننه د رغنیزو چارو بهیر ټکنی کېږي.
د تړوني شرکت مسوول ویس الدین په دې تړاو څرګنده کړه:«طبیعي ستونزه ده، ښایي یو وخت واوره وورېږي؛ خو موږ چمتووالی لرو.»
بل خوا، ځايي اوسېدونکي او موټر چلوونکي هم په ژمي کې پر دې لارې د تګ را تګ له ستونزو او ګواښونو اندېښمن دي او د تونل دننه د رغنیزو چارو د بشپړېدو غوښتنه کوي.
موټر چلوونکي داد محمد وايي:«موږ د غوربند او شیبر لارې راغلو، پنځه شپې کېږي چې په لاره یوو، لار ډېره خرابه ده. له دولته غواړو چې سالنګ ژر تر ژره پرانیزي.»
دا په داسې حال کې ده چې، د ټولګټو چارو وزارت، د سالنګ لویې لارې د ۸۰ کیلومټره سړک د بیارغونې پروژه دوو کورنیو شرکتونو ته سپارلې چې ۲٫۷ کیلومټره سړک یې دننه په تونل کې راځي.