په بیروت کې د حماس استازي د شنبې پر ورځ د المیادین تلویزیون له لارې په خپرو شویو څرګندونو کې ویلي، چې د فلسطین د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په وروستیو څو ورځو کې تهران ته د سفر پر مهال د ایران له ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي سره لیدلي دي.
په بیروت کې د ایران له ملاتړه برخمن د حماس استازي اسامه حمدان د خپلو خبرو پرمهال تهران ته د دې سفر په اړه نور جزئیات نهدي ورکړي.
رویترز راپور ورکړی، چې اسمعیل هنیه له ۲۰۱۹ کال راپدیخوا د قطر او ترکیې ترمنځ اوسیږي.