د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو دوشنبه نومبر ۶ (لړم۱۵) وویل چې په غزې کې د حماس ډلې سره د جګړې پای ته رسیدو وروسته به ددې تړانګې د ټول امنیت مسؤلیت تر “نا محدودې” نیټې پورې د اسرائیل په غاړه وي.
نیتن یاهو د ABC تلویزیون سره په مرکې کې وویل، ” کله چې مونږ امنیتي مسؤلیت ونلرو، د حماس ترهګري به پداسې شکل پیدا شي چې مونږ یې تصور هم نشو کولی”.
سره لدې چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونيو ګوتریش په ګډون د نړۍ ګڼ شمیر مشرانو په غزې کې د جګړې بندیدو غوښتنه کړې تر څو مرستندویه مواد پدې تړانګې کې ګیر پاتې شویو عامو خلکو ته ورسیږي، خو د اسرائیل صدراعظم پدې مرکې کې وویل چې د اوربند ملاتړ نکوي.
هغه یو ځل بیا پخپلې خبرې ټینګار وکړ چې د حماس ډلې لخوا د ټولو برمته شویو کسانو د خوشې کیدو پرته به په غزې کې اوربند ونکړي.
د اسرائیلو مشر وویل چې عمومي اوربند نکوي خو د “تاکتیکي یا څو ساعتونو” لپاره وقفې یې پخوا هم کړیدي.
د غزې د عامې روغیتا وزارت مسؤلینو د دوشنبې په ورځ وویل د تیرې اکټوبر میاشتې ۷ مې نیټې راپدیخوا چې د اسرائیل پوځ د حماس د برید څخه وروسته هوایي بمبارۍ پیل کړي، د غزې په تړانګې کې ۱۰ زره کسان وژل شویدي چې ډیری یې میرمنې او ماشومان دي.
خو د اسرائیل صدراعظم وویل ددې ارقامو سره اختلاف څرګند کړ او په مرکې کې وویل چې زرګونه وسله وال هم پدې بمباریو کې وژل شوي.
سعودي عربستان کې د غزې په هکله غونډه
د اسرائیل صدراعظم داسې مهال په غزې کې د اوربند سره مخالفت ښیي چې ټاکل شوې راتلونکې یکشنبه د سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې د غزې په هکله د اسلامي همکارۍ سازمان لخوا د مشرانو یوه غونډه جوړه شي.
د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي به هم پدې غونډې کې برخه واخلي.
دا به د تهران او ریاض تر منځ د دیپلوماتیکي اړیکو عادي کیدو وروسته لومړی ځل وي چې ښاغلي رئیسي سعودي عربستان ته ځي.
د دې غونډې نه یوه ورځ وړاندې په ریاض کې د عرب لیګ سازمان غړيو هیوادونو مشران هم راټولیږي.