ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

ننګرهار کې د تورخم له لارې په اجبري توګه له پاکستانه راستنېدونکو کډوال چې د تورخم په پنډغالي کې ځای پر ځای شوي، وايي په ستونزمن حالت کې دي.
دوی زیاتوي چې د سړو ولايتونو اصلي اوسېدونکي دي او د ژمي له رارسېدو سره د اوسېدو لپاره ځای نه‌لري.
د تورخم په پنډغالي کې کډوال له سرپرست حکومته غواړي چې د ژمي تر پای ته رسېدو په ګرم سیرو ولايتونو کې ورته د اوسېدو زمينه برابره کړي.
تازه راستون شوی کډوال فريدالله هم وايي:«دم‌ګړۍ هوا سړه ده او یخني ده او که موږ هلته ولاړ شو ژوند ډېر ستونزمن دی البته، نه‌شو کولای چې اوس ولاړ شو. ځای مو نشته‌ کور مو نشته هلته.»  
       
تازه راستون شوی بل کډوال قدیر خان هم په دې هکله وویل:«موږ ته په یوه داسې ځای کې یوه ګرم وطن کې چې هوا یې ګرمه وي چې دا ژمی موږ په سهولت کې تېر کړو لکه ننګرهار ګرم دی موږ ته دلته سهولت برابر کړي چې موږ دلته پاتې شو.»
ورته مهال، اوس اوس د مومندرې ولسوالۍ اړوند د کډوالو نوي جوړېدونکي پنډغالي ته څېرمه د يو خيريه بنسټ له خوا د ۷۰ کورونو د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه چې د مسوولانو په خبره د ټولو امکاناتو په لرلو سره به د يوې مياشتې په موده کې جوړ شي.
اخوا د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي چمتو دي چې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي او په همدې موخه يې د لنډمهالو پنډغالو جوړولو تر څنګ د ستونزو د دايمي حل هڅې هم ګړندۍ کړې دي.
   
د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس حاجي بازمحمد وویل:«موږ ځمکې لرو که دلته زموږ کډوال را اضافه شي، هغه سیمې لکه بدخشان او ځينې نورې سیمې چې سړې دي، هغوی ته هم ځای برابرولی شو.»
د مسوولانو د معلوماتو له مخې د پاکستاني حکومت له خوا د ضرب الاجل له اعلان وروسته د تورخم له لارې پنځوس زره کډوالې کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوي او لا هم دا لړۍ په چتکۍ روانه ده.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *